د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه کې د بهرنۍ پانګونې پالیسي تایید شوې ده.
د دې پالیسۍ موخې په هېواد کې د بهرنۍ پانګونې د چارو تنظیم، په هېواد کې د بهرنۍ پانګونې خوندیتوب او د هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره د زمینې برابرول ښودل شوي دي.
همدارنګه، په غونډه کې د هېواد په ګمرکونو کې د تجارتي وارداتي شرکتونو د ثابتې مالیې د ورکړې طرحه هم د تایید وړ بلل شوې، چې په تطبیق سره به یې وارداتي تجارتي شرکتونو ته ډېرې اسانتیاوې رامنځته شي.
شرق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

