استرالیا د زیمبابوې پر وړاندې د درې نړیوالو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ په دویمه لوبه کې د ۸۴ منډو په توپیر بریا خپله کړه او د لړۍ دوه پر صفر مخکښه شوه.
استرالیا لومړی توپ وواهه او په پنځوسو اورونو کې یې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۳۵۶ منډې جوړې کړې. ټراویس هېډ ۱۱۲، کوپر کونولي ۷۸ او میچل مارش ۵۳ منډې وکړې.
زیمبابوې د ۳۵۷ منډو هدف په تعقیب کې په ۴۸ اعشاریه درې اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۲ منډې جوړې کړې.
د استرالیا لپاره اډم زمپا دوه لوبغاړي وسوځول او په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې یې د ۲۰۰ لوبغاړو د سوځولو پړاو بشپړ کړ.
د لوبې غوره لوبغاړی ټراویس هېډ وټاکل شو.
د دواړو لوبډلو ترمنځ درېیمه او وروستۍ لوبه د سپتمبر په ۲۰مه ترسره کېږي.
سرچینه : شرق نیوز

