د کونړ نورګل او څوکۍ ولسواليو زلزله ځپلو کورنیو لپاره ۲۹۰ کورونو د جوړولو چارې پیل شوې
ځایي مسوولینو په وینا دغه کورونه د ډنمارک کډوالو شورا له لورې د ۶۵ میلیونو افغانیو په ارزښت جوړیږي چې ۶ میاشتو موده کې به یې چارې بشپړې شي
مسولين وايي ددې ترڅنګ به زلزله ځپلو ته د مالدارۍ په برخه کې هم اسانتياوې رامنتځه کړې
بلخوا د شماش د سيمي زلزله ځپلې کورنۍ ددغه کورونو د جوړيدو دچارو د پيل هرکلی کوې او وايې پدې سره به يې د سرپناه په برخه کې شته ستونزي تر ډيره حل شې
د نورګل ولسوالۍ د ځايي مسولينو د معلوماتو پر اساس په مزار دره کې تر اوسه د بيلابيلو موسيسو اوبنسټونو له لورې څه دپاسه دري سوه کورونه جوړ شوې او زلزله ځپلي پکې ځای پرځای شوې دي

