د کونړ د عامې روغتیا ریاست سره په ازبکستان هېواد کې مېشتو افغان سوداګرو د ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت طبي وسایلو مرسته وکړه
د عامې روغتیا ریاست مسولین وایي په دې مرسته کې د پنځه قلمه جنس په چوکاټ کې۸۰ قلمه بېلابېل طبي وسایل شامل دي چې د نوي ۲۰۰ بستریز روغتون د روغتیايي خدمتونو د لا پیاوړتیا لپاره به ترې ګټه واخیستل شي.
د کونړ ولایتي اداري مسولینو د ازبکستان مېشتو سوداګرو له دې مرستې مننه وکړه او له نورو سوداګرو یې و غوښتل چې د کونړ سره د روغتیا په برخه کې خپلې مرستې او همکارۍ زیاتې کړي
د کونړ د سوداګرۍ خونې مسولین وايي د هېواد سوداګرو تل د کونړ سره د مرستې او همکارۍ لړۍ روانه ساتلې ده او ډاډ ورکوي چې په راتلونکي کې به هم د دې ولایت روغتیايي برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي
د چارواکو په باور د سوداګرو او خیریه بنسټونو دا ډول مرستې کولی شي د کونړ د روغتیايي خدمتونو په پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي او خلکو ته د معیاري روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو زمینه لا پراخه کړي.
راپور : پرویز مومند

