د افغانستان برېښنا شرکت کابل او پروان کې د ۴۶۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د برېښنا رسونې د څلورو مهمو پروژو عملي چارې پیل کړې.
په دغو پروژو کې د کابل د شماللوېدیځ، ختیځ او قصبې سبسټېشنونو پراختیا او له کابل صنعتي پارک څخه د پروان باریکآب صنعتي پارک پورې د ۲۲۰ کیلوولټه برېښنا لېږد مزي غځول شامل دي.
د برشنا شرکت مسوولین وایي، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د برېښنا د وېش ظرفیت لوړ شي او په دغو سیمو کې به زرګونه کورنۍ او صنعتي برخې له برېښنا څخه برخمنې شي.
دوۍ وایي صنعتي برخو لپاره چې اسلامي امارت کومې پروژې تطبیق کوي، د روښانه او پر ځان بسیا راتلونکې لپاره سترې هیلې په رېښتیا بدلوي.
چارواکي وایي د پانګه والو له لوري تر کار لاندې پروژې به د ولس اړتیاوې پوره کړي او زموږ هېواد به پر ځان بسیاینې ته ژر ورسوي.
مسوولین زیاتوي، د کابل د سبسټېشنونو د پراختیا موخه د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلوولټه برېښنا لېږد مزي لپاره د دغو سبسټېشنونو چمتو کول دي.
سرچینه: شرق نیوز

