تېر کال ۲۴ کسان په څاهګانو او ژورو کندو کې غورځېدلي دي.
له پېښو سره د مبارزې چمتووالي اداره وایي، په دغو پېښو کې ۹کسان ژغورل شوې او د څلور نارینه وو په ګډون ۱۱ماشومانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
یاده اداره وایي، د دې ډول پېښو د تکرار مخنیوي، عملیاتو او د ځواب وینې ظرفیت د پیاوړتیا په موخه یې ژغورنې یو تخنیکي ټیم جوړ کړی دی.
سرچینه : شرق نیوز

