د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي روسیه او چین چمتو دي چې د ملي حاکمیت ساتنې ملي یووالي په ګډون په ګڼ شمېر ستونزو کې د یو بل ملاتړ وکړي
پوتین چین ته له روانېدو وړاندې په یو ویډیويي پیغام کې ویلي، چې د مسکو او بېجینګ ترمنځ اړیکې د باور او دوه اړخیزه پېژندنې «بېسارې کچې» ته رسېدلې دي
ټاکل شوې، چې ولادیمیر پوتین چین ته د خپل سفر په ترڅ کې سبا چهارشنبه، له خپل سیال شي جین پینګ سره پر دوه اړخیزه همکاریو خبرې وکړي

