په ننګرهار ولایت کې د رسول خان په نوم يو بندي په لاس د بیلابیلو توکو جوړولو هنر زده کړی او زیاتوي چې د قران کریم ریلونه اوښان تسبح ، موټرو ته ځونډې او بیلابیل ډوله د ماشومانو شیان جوړوي
د دغه ځوان وراخوا يو شمیر نور بندیان هم د بیلابیلو حرفو په زده کړه بوخت دي او زیاتوي چې په راتلوونکي کې کولاشي د همدغه زده کړي کسب له لارې خپلو اولادونو نه يوه مړۍ حلاله نفقه وګټي
پنځه وویشت کلن رسول خان کابو شپږ مياشتې کیږي چې د ننګرهار مرکزي زندان کې بندي شوی دی
رسول خان وايي ځوانان باید ټولنه کې له داسې کړنو ځان وساتي چې انجام يې بندخونو ته راتګ وي
دی له بندیانو غواړي چې په بندخونو کې دي خوشي وخت نه تیروي او دغه هنر دې زده کړي چې کولای شي په راتلوونکي له همدغه هنر له لارې ډیرې پېسې وګټي
دلته د رسول خان وراخوا يو شمیر نور بندیان هم د بیلابیلو حرفو په زده کړه بوخت دي
د دغه محبس رييس وايي د لاسي صنعیو تر څنګ يي بندیانو ته د بیلابیلو حرفوي ديني او عصري زده کړو زمینه هم برابره کړي ده
د زندان مسوولین وايي اوسمهال زندانونه د اصلاح او روزنې په مرکزونو بدل شوي اوزندانیانو لپاره د مهارتونو زده کړه اوسمهال ذهني سکون او د راتلونکي لپاه د کار زمینه کیدای شي

