ملي دفاع وزارت وايي، چې د ۲۰۳ منصوري قولاردو منسوبینو د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ د جاني خېلو په سیمه کې له پاکستانه افغانستان ته قاچاقېدونکې ۹۵ تفنګچې او ۲۵۰۰ مرمۍ کشف او ترلاسه کړې دي
. یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې دوه قاچاقچیان یې هم له یاد شمېر تفنګچو او مرمیو سره نیولي دي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، دغه وسلې او مهمات په یوه الټو ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي وو او قاچاقچیانو غوښتل له پاکستانه یې افغانستان ته را ولېږدوي.
ملي دفاع وزارت دغهراز زیاته کړې، چې دفاعي ځواکونو خپلو دندو ته ژمن دي او هېچاته به اجازه ور نه کړي چې په ناقانونه توګه له افغانستانه کوم څه بهر کړي او یا یې را ولېږدوي.

