پاکستان د سعودي عربستان پر ضد د حوثیانو وروستي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او د سعودي عربستان له خلکو او حکومت سره یې خپله همدردي او ملاتړ څرګند کړی دی.
د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د پاکستان دایمي استازي، سفیر عاصم افتخار احمد، وویل چې دغه بریدونه سیمهییزې سولې او ثبات ته ګواښ دی او پر نړیوال اقتصاد او د انرژۍ امنیت جدي اغېزې لرلی شي.
پاکستان ویلي، د سیمهییزو کړکېچونو د کمولو او د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
سرچینه : شرق نیوز

