د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسېون وايي تیره ورځ له پاکستان او ایران څخه ۲۰۱ کورنۍ، چې ۱۰۱۰ تنه کېږي هېواد ته راستانه او ثبت شوي دي.
له دې ډلې د پاکستان له لارې، د تورخم او سپین بولدک په دروازو کې ټولټال ۹۲ کورنۍ، ۵۲۷ تنه ثبت شوي؛ او د ایران له لارې د ورېښمو پل او اسلام کلا په لارو کې ۱۰۹ کورنۍ، ۴۸۳ تنه ثبت او هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وایي، راستنېدونکو کډوالو ته د ثبت او تثبیت ترڅنګ د ترانسپورټ، مالي مرستو، روغتیا، خوراکي توکو، مخابراتو او عامه پوهاوي په برخو کې هم لازم خدمات وړاندې شوي دي.
د ننګرهار په تورخم کې ۸۱ کورنۍ، ۴۶۸ تنه هېواد ته راستانه او ثبت شوي دي.
په همدې مرکز کې ۹۰ کورنۍ، ۴۷۲ تنه بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي او د ترانسپورټ لپاره یې ۳۳۲ زره او ۳۲۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.
همدارنګه له ۱۰۷ کورنیو سره د مالي مرستو په توګه ټولټال ۸۹۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
په تورخم کې راستنېدونکو ته ۱۲۲۰ خوراکه خواړه او ۸۵ سیمکارتونه وېشل شوي او ۴۴۰ ناروغان هم تداوي شوي دي.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، کډوالو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو او لنډمهاله مېشتېدنې په اړه عامه پوهاوی هم ورکړل شوی .
د کندهار په سپین بولدک کې بیا ۱۱ کورنۍ، ۵۹ تنه هېواد ته راستانه او ثبت شوي دي.
له دې ځایه ۹ کورنۍ، ۴۸ تنه نورو ولایتونو ته لېږدول شوي او د ترانسپورټ لپاره یې ۱۲۲ زره او ۲۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.
په سپین بولدک کې له ۱۱ کورنیو سره ۹۴ زره افغانۍ مرسته شوې، ۸۴ خوراکه ډوډۍ او ۸ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.
په لوېدیځ کې، د نیمروز ولایت د ورېښمو پل له لارې ۹۹ کورنۍ، ۴۴۰ تنه هېواد ته راستانه او ثبت شوي دي.
سربېره پر دې، د راپور له مخې ۱۱۵۰ تنه مسافر هم د همدې لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
په ورېښمو پل کې له ۵ کورنیو سره ۳۲ زره افغانۍ مرسته شوې، ۳۷۰ خوراکه ډوډۍ او ۵ سیمکارتونه وېشل شوي او راستنېدونکو ته د شته خدماتو او مرستو په اړه عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
د هرات په اسلام کلا کې هم ۱۰ کورنۍ، ۴۳ تنه هېواد ته راستانه او ثبت شوي له دغو کورنیو سره ۷۲ زره افغانۍ مرسته شوې، ۲۱۹۵ خوراکه ډوډۍ وېشل شوې او ۷۴۵ ناروغان تداوي شوي دي.
په پلازمېنه کابل کې له مرکز څخه ۶ کورنۍ، ۳۲ تنه بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوي او د ترانسپورټ په موخه ورته ۴۱ زره او ۳۲۰ افغانۍ ورکړل شوې دي.
په کابل کې هم راستنېدونکو ته ۲۶۰ خوراکه ډوډۍ، له هرې خوراکې سره یو بوتل معدني اوبه ورکړل شوي او ۱۱۷ ناروغان تداوي شوي دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د ټولیزو شمېرو له مخې، په دې ورځ ۲۰۱ کورنۍ، ۱۰۱۰ تنه ثبت شوي، ۱۰۵ کورنۍ، ۵۵۲ تنه لېږدول شوي، له ۱۳۳ کورنیو سره مالي مرستې شوې او ۹۸ سیمکارتونه وېشل شوي دي.
سرچینه : شرق نیوز

