د نورستان د مرکز پارون اړوند د ماندي کلي په یوه کور کې د بېاحتیاطۍ له امله اورلګېدنه رامنځته شوې، چې له امله یې د یو کور دوه خونې او ټول وسایل سوځېدلي دي.
د نورستان د والي ویاند فریدون صمیم وايي، په دې پېښه کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی.
نوموړی زیاتوي، ولایتي اداره به د یادې کورنۍ د بېړني لاسنیوي لپاره اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړي.
مسعود عربزی

