د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایرلنډ په پلازمېنه ډوبلین کې د دغه هېواد له ولسمشرې کاترین کونولي او لومړي وزیر میهال مارتین سره وکتل.
سپنه ماڼۍ وایي دواړو لورو د امریکا او ایرلنډ پر اړیکو، سوداګرۍ او مهمو نړیوالو موضوعاتو باندې خبرې وکړې.
ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا له دې هم ملاتړ وکړ چې شمالي ایرلنډ له متحدې پاچاهۍ څخه جلا او له د ایرلنډ جمهوریت سره یوځای شي، خو ویې ویل چې د سکاټلنډ د خپلواکۍ په اړه به «تر اوسه» خبرې ونه کړي.
د رویټر دراپور په وینا ټرمپ د شنبې په ورځ ډوبلین ته د خپل سفر پر مهال د ایرلنډ د یووالي په اړه په څرګند ډول ملاتړ وکړ.
د هغه دغو څرګندونو په ډوبلین کې چارواکي حیران کړل او په شمالي ایرلنډ او لندن کې یې د بریتانیا پلوه سیاستوال خپه کړل.
ټرمپ ویلي وو چې دی به «ډېر خوښ» شي، که د شمالي ایرلنډ او ایرلنډ جمهوریت یووالی ژر تر ژره رامنځته شي.
هغه د دغه سفر پرمهال د ایرلنډ په دونبېګ سیمه کې د ګالف سیالۍ هم ولیدې.
سرچینه: شرق نیوز

