د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست رسنیز دفتر ویلي، چې د دغه ریاست د څارنې او پلټنې ټیم د جلالاباد ښار د لومړۍ او درېیمې ناحیې او د بهسودو ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د خصوصي روغتیايي مرکزونو او درملتونونو د فعالیتونو څارنه ترسره کړې ده.
د عامې روغتیا ریاست د خبرپاڼې له مخې، د ډاکټر صبغتالله صافي په مشرۍ د خصوصي سکټور د څارنې ټیم د درملو او روغتیايي محصولاتو پلورنځي، لابراتوارونه او کلینیکونه وڅارل، چې په پایله کې یې ۸ د درملو پلورنځي، یو د روغتیايي محصولاتو پلورنځی، یو لابراتوار او ۵ تش په نوم خیریه کلینیکونه د غیرقانوني فعالیت او د مسلکي کارکوونکو د نشتوالي له امله مُهرلاک کړل.
د خبرپاڼې له مخې، د څارنې پر مهال ۲۵ کیلوګرامه تاریختېر او بېکیفیته درمل هم راټول او د له منځه وړلو په موخه مرکزي زېرمتون ته ولېږدول شول.
د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست مسوولینو ویلي، چې د غیرقانوني روغتیايي فعالیتونو د مخنیوي او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د ښه والي لپاره به د څارنې او قانوني اقداماتو لړۍ دوام ومومي.
سرچينه: ننګرهار دعامې روغتیا ریاست

