د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د ښاروالۍ د داخلي عوایدو پر مټ د څلورمې ناحیې له تالاشۍ څلورلارې تر مستوفیت څلورلارې پورې د ۱۸.۹ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د لویې سیخدارې ویالې او پلو لارو جوړولو چارې پيل شوې.
د جلال اباد ښاروال قاري بسم الله بلال وويل، په دغه پروژه کې د باراني اوبو د منظم تخلیې په موخه د ۱۱۸۰ مترو په اوږدوالي ویاله او پلې لارې جوړېږي.
نوموړی وايي، پروژه به د انجینري معیارونو له مخې په ټاکلي وخت بشپړه شي او د باراني اوبو د منظم وتلو، ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمېدو او چاپېریال پاکوالي په برخه کې به اغېز ولري.
سرچینه : ننګرهار رسنیو دفتر

