اطلاعاتو ته د لاسرسي مشورتي ناسته!
ننګرهار کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست او ختیځ کې د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په همکارۍ د خبریالانو او ویاندویانو ترمنځ ناسته ترسره شوه
د دې ناستې موخه خبریالانو ته د لا ښه کاري چاپېریال برابرول او د خبریالانو او ویاندویانو ترمنځ د لا ښې همغږۍ رامنځته کول وو.
د دغې ناستې خبریالان دغه ډول ناستې خورا اغیزمنې ګڼې او پر دوام يې ټينګارکوي.
د ننګرهار د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولین بیا اطلاعاتو ته د لاسرسي ترڅنګ په تېرو پنځو کالو کې د رسنیو د وضعیت د ښه والي ، څلورو نویو رسنیو د فعالیت د پیل او يو شمیر بندو د بیا ځلې فعالیدو خبره کوي.
په دغه ناسته کې د سیمه یزو رسنیو د استازو ترڅنګ د بیلابیلو نړیوالو ، سیمه ایزو او ملي رسنیو استازو ګډون کړی وه، چې بیلابیلې غوښتنې يې له مسوولینو وکړي او د مسوولینو له لورې هم د حل ډاډ ورکړل شو.
راپور :سباوون ساحل

