د کونړ ولایت غازي اباد ولسوالي چې د مرکز اسداباد څخه شاوخوا ۴۵ کیلومتره واټن لري په تېرو کلونو کې د بېلابېلو جنايي پېښو شاهده پاتې شوې وه او ګڼ شمېر پېښې پکې ثبت شوې وې.
خو اوس مسولین وايي په غازي اباد ولسوالۍ کې د جنايي پيښو کچه ټیټه شوې او د ولسونو سره ښه همغږې شتون لري.
په ورته مهال کې د غازي اباد ولسوالۍ اوسېدونکي وايي دوۍ دغازي اباد ولسوالۍ د مسولینو د هغو هڅو هرکلی کوې چې د جنايي او نورو پیښو پر وړاندي يي ترسره کوې .
دوۍ زیاتوي د ولسونو او مسولینو ترمنځ ښه همغږي شتون لري او چاته اجازه نه ورکوې چې جنايي یا نوري پیښي ترسره ړې
نه یوازې غازي اباد ولسوالۍ بلکې دکونړ په ډیرو ولسوالیو کې په تیر کې د جنايي پیښو کچه لوړه شوې وه خو د اسلامې امارت ځايي مسولین دغه برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړی او چاته اجازه نه ورکوې چې جنايي یا امنیتي پیښي رامنځته کړې
راپور: پرویز مومند

