د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، د اسلامي امارت ټولې ادارې خلکو ته د خدمت لپاره په دوامداره توګه هڅې کوي او د دغو خدمتونو اغېزې د خلکو لپاره څرګندې او محسوسې دي.
نوموړي دا څرګندونې د «حکومت د رسنیو په هنداره کې» تر سرلیک لاندې د یوې برنامې د پرانیستې په مراسمو کې وکړې.
هغه وویل، د حکومت له لوري د معلوماتو شریکول د دې لپاره ترسره کېږي چې خلک د دولتي ادارو له فعالیتونو او خدمتونو خبر شي.
د مجاهد په وینا، د معلوماتو خپرول د دې ترڅنګ چې د حکومت د خدمتونو انځور خلکو ته وړاندې کوي، د منفي تبلیغاتو په مخنیوي کې هم مهم رول لري.
هغه ټینګار وکړ چې د اسلامي امارت ادارې د خلکو د خدمت لپاره کار کوي او هڅه کوي خپلې چارې په روڼتیا سره له ولس او رسنیو سره شریکې کړي.
راپور : مسعود عربزی

