د اسلامي امارت ویاند، مولوي ذبیحالله مجاهد، وایي، د افغانستان حکومت د هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي غوښتونکی نه دی او پاکستان سره د ستونزې پیلوونکی هم نه دی.
مجاهد د کابل او اسلاماباد ترمنځ روان تاوتریخوالی د ټولو اړخونو په زیان بللی او ویلي یې دي، اسلامي امارت هڅه کوي دغه ستونزه په اساسي ډول حل کړي.
نوموړي یو ځل بیا ټینګار کړی، چې سوداګري او اقتصادي اړیکې یوه انساني موضوع ده او باید له سیاسي اړیکو جلا وساتل شي.
هغه دغه څرګندونې داسې مهال کړې، چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ ځمکنۍ سوداګري له شاوخوا ۱۰ میاشتو راهیسې په ټپه ولاړه ده.
مسعود عربزی

