
کابل | یکشنبه، د نومبر ۲۲مه، ۲۰۲۶ | ۱ قوس ۱۴۰۵
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي به د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د مشرانو په اتلسمه غونډه کې د یوه پلاوي په مشرۍ ګډون وکړي. د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رییس حافظ ضیا احمد ټکل وايي، دغه غونډه به د روان میلادي کال د ډسمبر په ۳مه او ۴مه د ایران په پلازمېنه تهران کې د غړو هېوادونو د مشرانو او لوړپوړو چارواکو په ګډون جوړه شي.
سرچینه: Bakhtar News Agency
#Afghanistan #ECO #Tehran #Muttaqi #SharqNewsGlobal
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

