د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د قرغزستان د بهرنیو چارو وزیر ژینبېک کولوبایف ترمنځ ټیلیفوني خبرې شوي دي
د بهرنیو چارو وزارت د اطلاعاتو او عامه اړيکورئیس پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې په دې خبرو کې د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د سیاسي اړیکو، اقتصادي تعاملاتو، سوداګرۍ، پانګونې او ګډو پروژو د پراختیا په اړه خبرې وشوې.
امیرخان متقي پدې خبرو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د شته تفاهماتو د عملي کېدو او د نوو همکاریو د رامنځته کولو په برخه کې د افغانستان چمتووالی څرګند کړ .
متقي وویل چې اړوندې ادارې د ګډو پروژو د عملي کولو او د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره د هر اړخیزې همکارۍ ملاتړ کوي.
تکل لیکي د لوړپوړو پلاوو د تګ راتګ، منظم سیاسي تعامل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا په اړه هم خبرې وشوې.
مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غیر دایمي غړي په توګه د قرغزستان ټاکل مهمه لاسته راوړنه وبلله او په دې چوکاټ کې یې د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د ګډو همکاریو او متقابل ملاتړ پر اهمیت خبرې وکړې.
نوموړی څرګندوي چې دواړو لورو د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا او د موجودو تفاهماتو د عملي کولو پر دوام ټینګار وکړ.
سرچینه : بهرنیو چارو وزارت

