د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سویلي اسیا د برخې مسول محمد رضا بهرامي کابل ته د سفر پر مهال د اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره لیدلي دي
په دې لیدنه کې د افغانستان او ایران پر دوهاړخیزو اړیکو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.
همداراز، د سیمې پر روان سیاسي وضعیت او مهمو سیمهییزو موضوعاتو د نظرونو تبادله شوې ده.
دواړو لورو د ګډو مسایلو په اړه د خبرو او تعامل پر دوام ټینګار کړی دی.
سرچینه : بهرنیو چارو وزارت

