د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وایي، د سهشنبې په ورځ د تورخم، ورېښمو، سپین بولدک، اسلامکلا او بهرامچې له لارو سلګونه کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.
د ده په وینا، یوازې د تورخم له لارې ۷۱۳ کورنۍ ثبت او بایومټریک شوې او سلګونه نورې کورنۍ بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې دي.
نوموړي زیاته کړې چې راستنېدونکو کورنیو ته د ټرانسپورټ لګښتونو ترڅنګ نغدي مرستې هم ورکړل شوې دي.
همداراز، په نورو بندرونو کې هم لسګونه کورنۍ ثبت او مالي ملاتړ ورسره شوی دی.
چارواکي وایي، راستنېدونکو ته د ثبت، لنډمهالې مېشتېدنې او اړینو معلوماتو په برخه کې هم لازم پوهاوی ورکړل شوی دی.

