د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ مشورتي ناستې په پای کې ویلي، د افغانستان حکومت د امنیت اخلالونکو پر وړاندې پرېکنده، بنیادي او هر اړخیزه مبارزه کوي.
متقي ټینګار کړی، هر څوک یا ډله چې د سیمې امنیت ګواښي اسلامي امارت ته منلو نه دي. نوموړي ګاونډیو هېوادونو او نړۍ ته ډاډ ورکړی، چې د افغانستان حکومت دې برخه کې جدی دی.
هغه ټینګار کړی، د هیڅ هېواد مخالفینو ته به د هغوی پر وړاندې د افغانستان له خاورې د استفادې اجازه ورنکړي.
د بهرنیو چارو وزیر په نړیوالو غونډو او سټېجونو کې د ازبیکستان، قزاقستان، قرغزستان، ترکمنستان او تاجکستان ولسمشرانو د ښه نیت ښکاره کولو هرکلی کړی.
مولوي امیرخان متقي ویلي، افغانان احسان فراموشه خلک نه دي بلکي د ملګرتیا ښه تاریخچه لري او ستاسو ښه ملګري دي
. نوموړي ټینګار کړی، چې افغانستان د منځنۍ اسیا هېوادونو سره دیني، اسلامي، مذهبي، ژبني، کلتوري او نوروګډو مشترکاتو ته په کتو غواړي د منځنۍ، سویلي او شمالي اسیا ترمنځ د یوه ښه پل په توګه رول ولوبوي
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر د چین په کوربتوب اورمچي ښار کې د افغان او پاکستاني پلاوي ترمنځ خبرو ته په اشارې ویلي، خبرو او تفاهم ته جدي دي او حل لاره غواړي.
متقي روانو خبرو ته په اشارې ویلي، د ښو خبرونو او پرمختګ لپاره هیلې شته.

