نورستان والي قاري زينالعابدين عابد د پارون سېلابځپلو کورنيو د لاسنيوي او د زيانمنو شويو عامه تاسيساتو د بيا رغونې په موخه د يونيسف ای او ایم یونیسف او ډبلیو ایف پي او نورو نړيوالو موسسو له استازو سره ناسته وکړه.
په ناسته کې عابد او مرستيال والي د ژغورنې د عملياتو او د مرستندويه ادارو د همکاريو ستاينه وکړه او د سېلابونو د مرګ ژوبلې او مالي زيانونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
دوۍ وويل تر اوسه ۲۵ تنه شهيدان او له ۱۲۵ زيات کسان ټپيان شوي، چې د ۲۲ شهيدانو جسدونه موندل شوي او د پاتې کسانو د لټون چارې روانې دي.
هغوۍ وایي همداراز د سېلابونو له امله شاوخوا ۳۵ ميليونه ډالره مالي زيان اوښتی، چې پکې کورونه، دوکانونه، کرنيزې ځمکې، سړکونه، پلونه، د برېښنا او اوبو شبکې او نور عامه تاسيسات شامل دي.
د نړيوالو موسسو استازو د نورستان ولايتي ادارې له همکارۍ مننه وکړه او ډاډ يې ورکړ چې د سېلاب ځپلو کورنيو ترڅنګ به د زيانمنو شويو پروژو په بيا رغونه کې هم ونډه واخلي.
د يادونې وړ ده چې په پارون کې د وروستيو سېلابونو له امله سلګونو کورنيو ته درانه زيانونه اوښتي دي.
که څه هم له يو شمېر کورنيو سره نغدي او خوراکي مرستې شوې دي، خو لا هم بنسټيزو او دوامدارو مرستو ته اړتيا لري.
راپور : مسعود عربزی

