
د مصنوعي ځیرکتیا په اړه اندېښنو ته په غبرګون کې د دې برخې د درې مخکښو شرکتونو مشرانو ویلي چې د دې ټکنالوژۍ پرمختګ باید ورو شي.
له دې ډلې د انتروپیک کمپنۍ اجرایوي مشر ډاریو اموډي خبرداری ورکړی چې د مصنوعي ځیرکتیا اوسنی چټک پرمختګ ښايي د دې لامل شي چې انټرنیټ په خپل کنټرول کې واخلي او سلګونه میلیارده ډالره زیان واړوي.
دې وروستیو ورځو کې د مصنوعي ځیرکتیا احتمالي خطرونو ته وروسته له هغه پام ډېر شوی چې د انتروپیک کمپنۍ مخکښ څېړونکي جاکوب کاکسون استعفا وکړه.
هغه له استعفا وروسته بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې وویل د دې برخې کارکوونکي د اې ای د پرمختګ له امله په واقعي معنی د بشریت راتلونکي ته اندېښنه لري.
د انتروپیک کمپنۍ مشر ډاریو اموډي د مصنوعي ځیرکتیا یا اې ای د پرمختګ ورو کولو تر څنګ پر دې ټکنالوژۍ پر پراخ څار هم ټینګار کړی دی. هغه یوه مقاله کې ویلي د اې آی له پرمختګ سره تړلي خطرونه ډېر جدي دي او د دې برخې کمپنیو او حکومتونو ته په کار دي چې د دې خطرونو مخنیوي لپاره لاس په کار شي.
د اوپن اې ای کمپنۍ اجرایوي مشر سام الټمن هم د اې ای د چټک پرمختګ په اړه اندېښنه څرګنده کړې. هغه ټینګار کړی چې ټول باید د دې ټکنالوژۍ د احتمالي خطرونو مخنیوي لپاره لاس په کار شو او وايي موږ کولی شو.
هغه دغه راز وویل دا مبالغه نه ده چې زه وایم د اې آی د شرکتونو بنسټ اېښودونکي او هغوی چې پرمختګ یې ورکړی په دې باور دي چې د دې احتمال شته چې دا ټکنالوژي ښايي بشریت له منځه یوسي.
د امریکا کانګرس کې د دواړو ګوندونو جمهوریت پالو او دیموکراتانو استازو د اې آی په اړه وروستیو خبرداریو او اندېښنو ته ځواب کې د لاس په کار کېدو غوښتنه کړې.
BBC PASHTO
