د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز په خپل راپور کې ویلي، له ایران سره د جګړې له امله د امریکا د پاتریوټ دفاعي توغندیو په زېرمو کې ۶۵ سلنه کمښت راغلی او د دغو دفاعي توغندیو شمېر شاوخوا ۷۵۹ ته راټیټ شوی دی.
ایراني رسنیو د یاد مرکز په حواله راپور ورکړی، چې امریکا ایران سره د جګړې پرمهال له ۱۵۰۰ څخه ډېر پاټریوټ توغندیو او له ۲۰۰ ډېرو تاد هوایي دفاع توغنديو سیسټمونو څخه ګټه اخیستې چې له کبله یې د دغو توغندیو زېرمو کې د پام وړ کمښت راغلی دی.
د ایران ایسنا اژانس په خپل راپور کې ویلي، امریکا د فبروري له ۲۷مې بیا د جولای تر ۲۷مې د پاټریوټ له ۱۵۰۳ څخه تر ۱۵۷۱ توغندي او د تاد له ۱۷۴ څخه تر ۲۱۸ پورې مدافع توغندي کارولي دي.
د راپورونو له مخې، امریکا د فبروري په ۲۷مه ۲۳۳۰ پاټریوټ او ۴۵۲ تاد مدافع توغندي درلودل خو د جولای تر ۲۷مې د پاټرویټ توغندیو شمېر ۷۵۹ او تاد مدافع توغندیو شمېر ۲۸۷ ته را ښکته شوی دی.
په راپور کې راغلي، هر کال یوازې ۱۸۳ پاټریوټ مدافع توغندي تولیدیږي او د هغوی د سپارلو پروسه درې نیم کاله وخت نیسي.
دغه راپور داسې مهال نشر شوی چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له امریکا غوښتي چې تر ژمي وړاندې باید سمدستي ۳۰۰ پاټریوټ ور وسپاري.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ټرمپ بیا ایران سره جګړه کې د مهماتو د کمښت راپورونه رد کړي دي
سرچینه : حریت

