د جلال اباد ښاروالۍ داخلي عوایدو څخه په ۲۵ ميليونه افغانيو مالي لګښت د اوومې ناحیې اړوند د دوو پلونو، سړک، ګلدان او پلیو لارو د جوړولو چارې پیل شوې.
د کابل او جلالاباد ترمنځ پر عمومي سړک د نظرآباد د دویم پُل جوړول شامل دي، چې ۲۸ متره اوږدوالی او ۱۰ متره پراخوالی لري.
همدارنګه، په درونټه کې د نهر پر سر د ۸ مترو په اوږدوالي او ۱۰ مترو په پراخوالي د یوه پُل جوړول، د غر پرېکول، د سړک، ګلدانونو او پلیو لارو جوړول هم په پروژه کې شامل دي.
د يادې پرانیستې پر مهال د ننګرهار ولایت مقام کارپوه مولوي سمیع الله سمون د دې پروژو پرانیسته د ښار د آبادۍ او د ولس د هوساینې په برخه کې مهم عملي ګام وباله او ویې ویل، عامه عواید امانت دی او باید په شفاف، سالم او د خلکو د اړتیاوو مطابق ولګول شي.
نوموړي هیله څرګنده کړه چې یادې پروژې به د خلکو د تګ راتګ، اقتصادي فعالیتونو او ښاري خدمتونو په ښه والي کې اغېز ولري.
د جلال اباد ښاروال قاري بلال وویل، د ۱۴۰۵ مالي کال په پروژو کې د ښاریانو راټول شوي عواید په شفاف ډول د مهمو او حیاتي پروژو لپاره لګول کېږي.
د نوموړي په وینا، په ۱۴۰۵ مالي کال کې ټولې ۴۱ پروژې پلي کېږي، چې ۱۷ نوې او ۲۴ د تېر کال انتقالي پروژې دي.
د ښاروالۍ د تخنیکي او سکتوري چارو رئیس انجنیر وحید الله مخلص دغه پروژې د ترافیکي ګڼې ګوڼې د کمولو او ښاري ښکلا لپاره مهمې وبللې.
سرچینه : ننګرهار رسنیو دفتر

