د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، د هېواد له بېلابېلو سرحدي لارو ۱۳۷ کورنۍ، چې ۶۱۰ تنه کېږي راستنې او ثبت شوې دي.
د دغه کمېسیون په وینا، له تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پله او اسلامقلعه څخه راستنېدونکو افغانانو ته د ثبت او تثبیت ترڅنګ، د ترانسپورټ، مالي مرستو، روغتیا، خوړو، مخابراتو او عامه پوهاوي په برخو کې اړین خدمات وړاندې شوي دي.
د معلوماتو له مخې، په همدې موده کې ۹۷ کورنۍ، چې ۵۰۴ تنه کېږي، د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د دوی د انتقال لپاره ۴۴۶ زره او ۷۳۰ افغانۍ د ترانسپورټ په برخه کې ځانګړې شوې دي.
همداراز ۱۳۲ کورنیو ته ټولټال یو میلیون او ۷۰ زره افغانۍ مالي مرسته ورکړل شوې ده.
راستنېدونکو ته ۴ زره او ۲۶۳ وخته خواړه برابر شوي او ۹۳ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي. سربېره پر دې، ۱ زره او ۵۱۶ ناروغانو ته روغتیايي درملنه شوې ده.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، په تورخم کې ۸۵ کورنۍ او ۴۰۰ تنه، په سپین بولدک کې ۷ کورنۍ او ۳۰ تنه، د ورېښمو پله له لارې ۳۹ کورنۍ او ۱۵۱ تنه او په اسلامقلعه کې ۶ کورنۍ او ۲۹ تنه ثبت شوي دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون وايي، راستنېدونکو افغانانو ته د اړینو بشري، روغتیايي، مالي او ترانسپورټي خدمتونو د وړاندې کولو لړۍ روانه ده.
راپور : مسعود عربزی

