د ننګرهار د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) له لوري د پنځه میلیونه افغانیو په مالي لګښت، د بهسودو ولسوالۍ د کاریزِ کبیر په سیمه کې د پاکو اوبو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یادې اوبو شبکې په جوړېدو سره به د سیمې ګڼ شمېر اوسېدونکي له پاکو اوبو څخه برخمن شي او د څښاک د اوبو په برخه کې به یې ستونزې تر یوه بریده حل شي.
دغه پروژه د سیمې د خلکو د اوبو اړتیاوو د پوره کولو او د روغتیايي وضعیت د ښه والي په موخه پلې شوې ده.
مسوولین وايي، د پاکو اوبو برابرول د خلکو د روغتیا او هوساینې لپاره مهم دي او هڅه کېږي چې په بېلابېلو سیمو کې د ورته بنسټیزو پروژو له لارې خلکو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.
سرچینه : د ننګرهار رسنیو دفتر

