د امر بالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت خبر ورکړی، چې د بادغیس ولایت د قادس ولسوالۍ کې یو کس، چې د نبوت دعوه یې کړې وه، نیول شوی دی.
د یاد وزارت ویاند مولوي سیفالسلام خیبر ویلي، چې په دغه سیمه کې د غیاثالدین په نوم یو کس د الهام ادعا کړې وه او ځان ته یې ځانګړې مرتبه ټاکلې وه.
د نوموړي په وینا، د یاد کس د رواني او عصبي وضعیت لومړنۍ ارزونه شوې، چې له مخې یې هغه له رواني پلوه سالم بلل شوی دی.
وزارت زیاتوي، چې نیول شوی کس به د نورو قانوني او شرعي اقداماتو لپاره اړوندې محکمې ته وسپارل شي، څو د هغه په اړه وروستۍ پرېکړه وشي.

