د ننکرهار امنیه قوماندانۍ مسوولین وايي په اوومې حوزې او دوربابا ولسوالۍ کې يې د دوه جلا جلا عملیاتو پرمهال ۷۴ بنډله ثانیه سوز لاین او ۷ زره زیکب ګولۍ نیولي دي .
دوي زیاتوي د دواړو قضیو په تړاو يې دوه تنه نیولي ، چې په ترسره کړیو جرمونو يې اعتراف کړی دی.
بلخوا نیول شوي کسان بیا په خپل ترسره کړي جرم اعتراف کړی دی.
د جلال اباد ښاریان بیا په دې وروستیو کې په ښار کې په نشه يي توکو د ځوانانو روږدیدا اندېښمن کړي او له حکومته په دغه برخه کې د جدي مبارزې غوښتنه کوي.
د ننکرهار امنیه قوماندانۍ مسوولین بیا د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه د خپلو اولیتونو څځه یادوي او زیاتوي چې دغه برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري.
د يادونې وړ ده ، چې په دې وروستیو کې د دغه ښار د بیلابیلو حوزو ځواکونو دغه برخه کې ګڼې لاسته راړنې درلودي.
راپور : سباوون ساحل

