د امریکا استازي جیرډ کشنر او سټیو ویتکوف د پنجشنبې په ورځ مسکو ته ورسېدل، څو د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د اوکراین د سولې په اړه خبرې وکړي، او د پوتین استازي کیریل دمیتریف په هوایي ډګر کې د هغوی هرکلی وکړ.
دا سفر وروسته له هغه دی چې په ابوظبي کې د امریکا په منځګړیتوب دوه ورځنۍ خبرې د چهارشنبې په ورځ د بندیانو د لویې تبادلې په اصولو کې په هوکړه پای ته ورسېدې — د روسی جنرال الکساندر زورین په وینا، له هرې خوا به تر ۱۰۰۰ ډېر بندیان تبادله شي — خو د اوربند په برخه کې کوم پرمختګ ونه شو.

سرچینه: رویټرز
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

