د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د هغو راپورونو په اړه اندېښنه ښودلې چې له مخې یې امریکا غواړي یو شمېر هغه افغان کډوال پاکستان ته ولېږدوي چې په دغه هېواد کې یې د قانوني اقامت اسناد نه دي ترلاسه کړي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د خپلو اتباعو د حقونو ساتنه خپل مسوولیت ګڼي او ټینګار یې کړی چې له افغانانو سره باید د نړۍ په هره برخه کې د انساني کرامت او منل شویو اصولو له مخې چلند وشي.
د بهرنیو چارو وزارت له درېیمو هېوادونو غوښتي چې د لنډمهاله امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره د نورو هېوادونو د اتباعو پر برخلیک معامله ونه کړي.
خبرپاڼه زیاتوي، افغانستان د خپلو اتباعو د خوندي، باعزته او داوطلبانه راستنېدو په برخه کې هر ډول رغنده تعامل او همکارۍ ته چمتو دی.
ورته مهال د کډوالو نړیوال سازمان د ټرمپ ادارې هغه پلان غندلی، چې له مخې یې افغان کډوال د پاکستان له لارې افغانستان ته لېږدول کېږي.
دغه سازمان ویلي، امریکايي چارواکي له بېلابېلو ایالتونو افغان کډوال د لویزیانا ایالت یوه توقیفځای ته لېږدوي، څو یې د پاکستان له لارې افغانستان ته ولېږدوي.
یاد سازمان له واشنګټنه غوښتي چې د افغان کډوالو د لېږدولو دغه پلان سمدستي ودروي او د کډوالو د خوندیتوب په اړه خپلو نړیوالو ژمنو ته ژمن پاتې شي.
په همدې حال کې افغان ایواک هم د امریکا له حکومته غوښتي چې پاکستان ته د افغان کډوالو د لېږدولو بهیر ودروي.
سرچینه : شرق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

