د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې له ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران څخه په تازه ۵۴۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۹۴۳ تنه کیږي هیواد ته بېرته راستانه شول .
فطرت لیکي د تورخم له لارې (۴۳۳) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۴۰۲) تنه و، هېواد ته راستنې او د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې لخواله تورخم څخه (۱۹۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۰۳۰) تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۷۶۴۴۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې او د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له (۲۷۴) کورنۍ سره ټولټال (۲۲۵۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
نوموړی لیکي د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې (۵۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۲۱) تنه و، هېواد ته راستنې او د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې له لوري له سپین بولدک څخه (۵۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۳۱) تنه و، بېلا بېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۶۵۰۴۰۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې او د مالي چارو د تنظیم کمېټې لخواله (۵۴) کورنۍ سره ټولټال (۴۷۲۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
دی لیکي د نیمروز ولایت د ورېښمو پل له لارې (۳۵) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۵۲) تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي. همدارنګه (۸۰۴) تنه مسافر هم هېواد ته راستانه شوي او له (۳) کورنیو سره ټولټال (۲۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
هغه وایي د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې (۱۸) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۶۸) تنه و، هېواد ته راستنې او له (۱۸) کورنیو سره ټولټال (۱۲۴۰۰۰) افغانۍ مرسته شوې ده.
دی وایي د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې له لوري له کابل څخه (۴۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۲۶۳) تنه و، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ترانسپورټ په موخه ورته (۱۷۱۱۵۰) افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
فطرت وایي د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټې لخوا یادو راستنو شویو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شو.
د ملا حمدالله فطرت په وینا د مهاجدرینو د دایمي مېشتېدنې او ځمکو وېش کمېټې له لوري په ننګرهار کې (۴۹۸)، فراه کې (۳۳۶)، دایکندی کې (۱۰۰) او نیمروز کې (۱۸۰) راستنو شویو مهاجرو کورنیو ته د هستوګنیزو ځمکو نمرې وېشل شوې .
فطرت زیاته کړې په تېره یوه ورځ کې ټولټال (۱۱۱۴) کورنیو ته د ځمکو نمرې وېشل شوې او همدارنګه تر دې مهاله د وېشل شوو نمرو مجموعي شمېر (۶۳۹۹۰) ته رسېدلی او دا لړۍ دوام لري
راپور : مسعود عربزی

