په روسیه کې د افغانستان سفیر ملا ګل حسن حسن وايي، یو شمېر هېوادونه د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په درشل کې دي او له افغانستان سره د اړیکو پراختیا ته لېوالتیا لري.
نوموړي د غزني ولایت د مقام په دفتر کې د یوې ناستې پر مهال ویلي، د منځنۍ اسیا هېوادونه، روسیه، چین او ځینې نور هېوادونه غواړي له افغانستان سره په اقتصادي، سیاسي، سوداګریزو، ښوونیزو او روغتیايي برخو کې خپلې اړیکې پراخې کړي.
د حسن په وینا، ځینو هېوادونو د اسلامي امارت مشرانو ته رسمي بلنلیکونه هم استولي او هغوی یې خپلو هېوادونو ته د سفر لپاره بللي دي.
هغه زیاته کړې، تمه ده چې په نږدې راتلونکي کې د روسیې یو لوړپوړی پلاوی افغانستان ته سفر وکړي او له افغان چارواکو سره د اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړي.
نوموړي د هغو هېوادونو نومونه نه دي په ډاګه کړي چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په درشل کې دي
سرچینه : شرق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

