په شبرغان کې سلګونو کورنیو ته برېښنا ورسېده
شبرغان، جوزجان | دوشنبه، ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ | ۲۵ عقرب ۱۴۰۵
په شبرغان کې د ۳۰۰ کیلوولټ امپیر په ټولیز ظرفیت د درېیو ټرانسفارمرونو د نصبولو پروژه بشپړه شوه او سلګونه کورنۍ له برېښنا برخمنې شوې. د جوزجان د برېښنا رییس قاري عبدالجلیل راسخ وايي، دا پروژه د بابا علي افغانیه په کلي کې د برېښنا شرکت په ۱۲ میلیونه او ۳۸۴ زره افغانیو مالي ملاتړ عملي شوه او ۱۹۵ د برېښنا ستنې او میټر بکسونه هم پکې شامل دي.

سرچینه: Bakhtar News Agency
#Jawzjan #Shibirghan #Electricity #Afghanistan
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

