د یتیم تاق ګاز
جوزجان | یکشنبه، د ۲۰۲۶ کال د نومبر ۱۵مه | د ۱۴۰۵ کال د لړم ۲۴مه
د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د جوزجان د یتیم تاق ګازو له سیمې لیدنه وکړه. د افغان ګاز دولتي شرکت مسوولینو وویل چې د یتیم تاق څاګانې فعالې دي، له یوه بهرني شرکت سره د پینځو نورو څاګانو د کېندلو تړون لاسلیک شوی، او هره ورځ له فعالو څاګانو څخه تر ۱۵۰ زرو مکعب مترو زیات ګاز ایستل کېږي او له پروسس وروسته بازار ته وړاندې کېږي؛ برادر ټینګار وکړ چې افغانستان پراخې ګازي زېرمې لري او پانګوال کولای شي په استخراج او پروسس کې پانګونه وکړي.
Sharq News Global (own studio report)
#Afghanistan #Jawzjan #Gas #Energy #SharqNewsGlobal
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

