
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په کندوز کې د راستنېدونکو په ښارګوټي کې د څښاک اوبو شبکه بشپړه شوه.
دا شبکه د ۱۴۰ مترو په ژوروالي د یوه څا کېندل او د ۲۰ مترمکعبه په وړتیا د اوبو زیرمې جوړول لري او د کندوز د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لارې پلې شوې ده.
د شبکې د کار په جریان کې لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او په بشپړېدو سره یې د ښارګوټي ۳۰۰ کورنۍ صحي څښاک اوبو ته لاسرسی پیدا کړ.
سرچینه: باختر خبري اژانس
#Afghanistan #Kunduz #Water #Returnees #SharqNewsGlobal
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

