
په خوست کې د دوو کورنیو ترمنځ ۸۰ کلنه دښمني پای ته ورسېده او په دوستۍ او پخلاینې بدله شوه.
د باختر اژانس په راپور کې راغلي، د پخلا شویو کورنیو غړي ولایتخان او نصیب د دې اوږدې دښمنۍ پر پای ته رسېدو خوښي ښيي او وايي چې په دښمنۍ کې ژوند له رنځ او ستونزو ډک دی.
هغوی له نورو کورنیو هم وغوښتل چې خپلې دښمنۍ د خبرو او تفاهم له لارې پای ته ورسوي.
سرچینه: باختر خبري اژانس
#Afghanistan #Khost #Reconciliation #SharqNewsGlobal
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

