
د پهلوانۍ ملي ټاکنیزې سیالۍ په کابل کې پیل شوې.
د هېواد د ملي المپیک کمېټې په خبر کې راغلي، په دې سیالیو کې د کابل د بېلابېلو زونونو له کلپونو او د لغمان، ننګرهار، غزني، میدان وردګ، لوګر، پروان، پنجشیر او کاپیسا ولایتونو ۱۱۰۰ ورزشکاران د تنکیو او ځوانانو په عمر کټګوریو او په ۱۰ بېلابېلو وزني کټګوریو کې برخه لري.
ټاکل شوې د سیالیو په پای کې ۴۰ تنکي او ۴۰ ځوان ورزشکاران د پهلوانۍ ملي لوبډلو ته وټاکل شي. دا سیالۍ د ملي المپیک کمېټې، بدني روزنې او سپورټ د عمومي ریاست د پهلوانۍ ملي فدراسیون له خوا جوړې شوې دي.
سرچینه: باختر خبري اژانس
#Afghanistan #Wrestling #Sport #Kabul #SharqNewsGlobal
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

