
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني د جمعې په ورځ په استانبول کې خپلمنځي دفاعي تړون لاسلیک کړ؛ دواړو هېوادونو په ګډه اعلامیه کې ژمنه کړې چې د هر یوه پر ضد د بهرني برید په وړاندې به ګډ دریځ نیسي. اردوغان ویلي، ترکیه او قطر به په فارس خلیج کې د جګړې د بیا پیلېدو د مخنیوي او د سولې لپاره خپلو ګډو هڅو ته دوام ورکړي.
د رویټرز په وینا، دا تړون د دواړو هېوادونو د ستراتیژیکې عالي کمېټې د دولسمې غونډې په پای کې لاسلیک شو؛ ترکیې د اګست په میاشت کې له سعودي عرب او پاکستان سره هم ورته ګډ دفاعي تړون لاسلیک کړی و.
سرچینه: Reuters
#Turkey #Qatar #Erdogan #Defence #SharqNewsGlobal
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

