د افغانستان د روغتیا دویم ملي او نړیوال نندارتون په کابل کې پرانیستل شو چې د عقرب له ۲۰مې تر ۲۴مې پورې، یعنې د نومبر له ۱۱مې تر ۱۵مې پورې به دوام وکړي. د عامې روغتیا وزارت وايي دغه نندارتون د تجربو شریکولو او د ملي او نړیوالو شریکانو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا ته مهم فرصت دی.
د وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني وايي له ملي او نړیوالو شریکانو او مسلکي ادارو سره همکاري د روغتیايي خدمتونو په پراختیا او معیاري کولو کې مهم رول لري. د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم عمومي رییس مولوي عبدالصیر قانع پر کورنيو او نړیوالو تولیدوونکو غږ وکړ چې په نندارتون کې ګډون وکړي.
د وزارت په وینا افغانستان اوسمهال ۱۱۷ د درملو تولیدي فابریکې لري چې څلورو یې د ښه تولید (GMP) سند ترلاسه کړی او ۱۸ نورې د معیارونو پوره کولو په حال کې دي.

سرچینه: د عامې روغتیا وزارت
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

