د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسون ورځنی راپور، چې د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د سهشنبې په ورځ، د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۱۰مه خپور کړ، ښيي چې له پاکستان او ایران څخه ۱۲۸ کورنۍ، چې د غړو شمېر یې ۵۷۵ تنه کېږي، هېواد ته راستنې شوې دي.
د راپور له مخې، د تورخم له لارې ۴۶ کورنۍ (۲۲۸ تنه) راستنې شوې، ۷۵ کورنۍ (۳۹۰ تنه) بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ټرانسپورټ لپاره یې ۳۲۰٬۷۵۰ افغانۍ ورکړل شوې دي. د مالي چارو د تنظیم کمېټې له ۵۶ کورنیو سره د ۴۷۰٬۰۰۰ افغانیو مرسته کړې ده.
د سپین بولدک له لارې ۳۲ کورنۍ (۱۷۲ تنه) راستنې شوې، ۴ کورنۍ (۲۳ تنه) خپلو اصلي مېنو ته لېږدول شوې او ۲۷٬۲۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده؛ همدارنګه له ۸ کورنیو سره د ۷۰٬۰۰۰ افغانیو مرسته شوې ده. د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۱ کورنۍ (۱۱۵ تنه) ثبت شوې او ۸۳۳ مسافر هم هېواد ته راستانه شوي دي.
د اسلام کلا له لارې ۱۹ کورنۍ (۶۰ تنه) راستنې شوې او له ۱۷ کورنیو سره د ۱۱۰٬۰۰۰ افغانیو مرسته شوې ده. له کابله یوه کورنۍ (۶ تنه) اړوند ولایت ته لېږدول شوې او ۵٬۱۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده. د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت راستنو شوو ته مرستې او لارښوونې برابرې کړې دي.

سرچینه: د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسون ورځنی راپور (ملا حمدالله فطرت)
Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

