د امریکا د جګړې وزیر پیت هګسیت د دغه هېواد پر پوځي بنسټونو نیوکه کړې او ویلي یې دي، چې د امریکا د پوځ ستراتیژیکې ناکامۍ، په ځانګړې توګه له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو څرنګوالی په جدي توګه نه څېړل کېږي.
ډېلي سیګنال راپور ورکړی، چې هګسیت د امریکا د سمندري ځواکونو په جګړهییز کالج کې د وینا پر مهال ویلي، د پوځي بنسټونو ځینې استادان د سیاسي حساسیتونو له امله د دغو ناکامیو له څېړلو ډډه کوي.
نوموړي د افغانستان د پخواني حکومت سقوط ته په اشارې پوښتنه کړې، چې ولې د امریکا لوړپوړي مشران د دې پېښې وړاندوینه ونه شوای کړای او ولې د دغه هېواد عملیاتي پلانونه یوازې په څو ورځو کې له ناکامۍ سره مخ شول.
هګسیت ټینګار کړی، چې د امریکا پوځي بنسټونه باید د دغو ناکامیو لاملونه په جدي توګه وڅېړي، څو راتلونکي پوځي مشران ترې درس واخلي.
سرچینه : شرق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

