د ټولګټو چارو وزارت وايي د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د اوسپنې پټلۍ له څلورو سوداګریزو لارو څخه د سوداګریزو توکو د لېږد کچه د تېر کال د ورته مودې په پرتله څه باندې دوه برابره لوړه شوې ده.
د ياد وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس ویلي چې په دې موده کې د حیرتان، آقینې، تورغونډۍ او خواف ـ هرات له لارو ټولټا څه باندې څلور میلیونه مټریک ټنه سوداګریز توکي لېږدول شوي دي.
د نوموړي په وینا تېر کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د یادو څلورو لارو له لارې له دوو میلیونو ډير توکي لېږدول شوي وو.
د ټولګټو وزارت د معلوماتو له مخې، د دغو لارو له لارې تېل، ګاز، غنم، اوړه، غوړي او نور خوراکي او ودانيز توکي هېواد ته وارد شوي او په ورته وخت کې وچه مېوه، ګاز لرونکي مشروبات، معدني ډبرې، پنبه او نور کورني تولیدات د سیمې هېوادونو بازارونو ته صادر شوي دي.
حقشناس دغه زیاتوالی د هېواد په اقتصادي برخه کې مثبت پرمختګ بللی او ویلي یې دي چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د لېږد او صادراتو پراختیا د کاري فرصتونو په رامنځته کولو، د ملي عوایدو په زیاتوالي او اقتصادي ثبات او ځان بسیاینې کې مهم رول لري
سرچینه : شرق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

