په جلال آباد ښار کې یو راستون شوی هېوادوال د لږې پانګونې له لارې د ګازرو حلوا د تولید او پلور کاروبار پیل کړی، چې له دې لارې خپلو هېوادوالو ته د یوه دودیز خوراکي توکي وړاندې کولو ترڅنګ د خپلې کورنۍ د لګښتونو برابرولو هڅه کوي.
رحمت ګل بابا، چې نږدې پنځه میاشتې وړاندې له پاکستانه خپل هېواد ته راستون شوی، د جلال آباد ښار په یوه کوچنۍ هټۍ کې د سوچه غوړیو په وسیله د ګازرو حلوا او نورو خوږو تولید او پلور ته مخه کړې ده.
نوموړی وايي ۳۵ کاله یې د پاکستان په مردان ښار کې د ګازرو د حلوا پخولو په برخه کې کار کړی او د همدې تجربې پر بنسټ یې له راستنېدو وروسته په جلال آباد ښار کې په لږې پانګونې خپل کاروبار پیل کړی دی.
هغه زیاته کړه، د ګازرو حلوا او نور دودیز خواږه د هغو هېوادوالو ترمنځ ځانګړی ځای لري، چې کلونه یې په بهرنیو هېوادونو کې د کډوالۍ شپې ورځې تېرې کړې دي.
د رحمت ګل بابا په خبره، هره ورځ سلګونه کسان د ده هټۍ ته په راتګ سره د سوچه غوړیو په وسیله چمتو شوې حلوا او نور خواږه اخلي.
سرچینه : شرق نیوز

Discover more from sharq news global
Subscribe to get the latest posts sent to your email.

