د رویټرز او ایپسوس د یوې تازه نظرپوښتنې له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خلکو د ملاتړ کچه ۳۲ سلنې ته لوړه شوې، چې د تېرې اوونۍ په پرتله یوه سلنه زیاتوالی ښيي.
د اکتوبر په ۲۶مه بشپړه شوې پنځه ورځنۍ ملي نظرپوښتنه ښيي، چې د کانګرس په ټاکنو کې ۴۷ سلنه نوملیکنه شويو رایهورکوونکو د دیموکرات ګوند او ۳۶ سلنه د جمهوريپال ګوند ملاتړ څرګند کړی دی.
د نظرپوښتنې له مخې، ۱۱ سلنه ګډونوالو ویلي، چې لا نه پوهېږي د کوم ګوند نوماند ته به رایه ورکړي.
دا نظرپوښتنه د نومبر د درېیمې نېټې د منځمهاله ټاکنو په درشل کې ترسره شوې، چې پایلې به یې د امریکا د کانګرس د استازو جرګې او سنا د کنټرول په ټاکلو کې مهم رول ولري.
سرچینه : شرق نیوز

