د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال صدر اعظم عثماني د ازبکستان د کرنې وزارت له مرستیال جمشید عبدالظهوروف سره د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.
په دې انلاین ناسته کې ازبکستان ته د افغان غوښې صادراتو، په فاریاب کې د پنبېکرنې لپاره د ځمکې برابرولو، په بلخ کې د اصلاح شویو تخمونو د تولید او څېړنې مرکز جوړولو او د بامیانو د کچالو پېرلو په اړه بحث شوی دی.
ازبکستاني لوري له افغان متخصصینو سره د ظرفیت لوړونې او د کرنیزو محصولاتو په تولید کې د همکارۍ لپاره چمتووالی ښودلی او ویلي یې دي چې ازبک سوداګر د افغانستان د باکیفیته غوښې او بامیانو کچالو پېرلو ته لېوالتیا لري.
سرچینه : شرق نیوز

