د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د خوست له والي مولوي عبدالرحمن حقاني سره وکتل.
والي پدې ناسته کې ویلي چې په خوست کې له راستنو شویو سره ځينې بېړنۍ مرستې شوې؛ خو د ژمي تر راتګ وړاندې بېوزله کورنۍ خوراکي توکو ته اړتیا لري.
د حقاني په وینا، چې د ډيورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د بېځایه شویو کورنیو د ژوند وضعیت له نیږدې ارزول شوی او په اړه یې خپل وړاندیزونه شریک کړل.
مولوي عبدالکبیر والي ته وویل چې د همکارو ادارو په ملتیا بېوزلو راستنو شویو کورنیو ته د خوراکي توکو د وېش لړۍ پیل شوې او تمه کېږي، چې ګڼو سیمو ته ورسېږي.
وزیر د کډوالو په چارو کې د امارتي ادارو پر همغږۍ ټينګار وکړ او څرګنده یې کړه، چې اسلامي امارت د راستنو شویو د دایمي ستونزو حل ته پاملرنه کوي.
سرچینه : شرق نیوز

